بریتانیا ته راغلې افغانه کډواله: غواړم دغه هېواد کې له فرصتونو ګټه واخلم

د ویډیو تشریح، بریتانیا ته راغلې افغانه کډواله: غواړم دغه هېواد کې له فرصتونو ګټه واخلم
د خپرېدو وخت

بریتانیا د ۲۰۲۱ کال اګسټ‌ راهیسې پر افغانستان د طالبانو له واګو راهیسې د شاوخوا شل زره تازه راغلیو افغانانو کوربتوب کوي.

یو شمېر افغان کډوالو هغو هوټلونو کې دندې پیل کړي، چې حکومت یې د لنډ مهال اوسېدو لپاره ځانګړي کړي.

په دغو کسانو کې ګن یې نارینه خو د ګوتو په شمېر ښځې دي.

زلیخا مجددي چې یوه له دغو افغان نجونو ده وايي، پیل کې ورته خورا سخته وه، چې د خپلو افغان نارینه و منځ کې د خدمې"ګارسونې" په توګه کار وکړي خو اوس کار سره عادت شوې او غواړي دغه هېواد کې له لا نورو فرصتونو ګټه واخلي.

هغه د خپل کار او راتلونکو هیلو په اړه زمونږ همکارې تورپېکۍ غرنۍ ته غږېدلی ده