لوی اختر: د قربانۍ څارويو لوړې بيې
د خپرېدو وخت
پاکستان کې د لوی اختر رارسېدو سرم سم د قربانۍ لپاره د څارویو پېر او پلور کاروبار تود شوی. خلک شکایت کوي چې سږ کال د تېر کال پرتله د څارویو بیې لږ تر لږه دوه برابره لوړې دي.
پاکستان له تېرې څه مودې راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی. انفلاسیون یا د پيسو پړسوب زیات شوی، پاکستانۍ روپۍ رېکارډ کچه ارزښت بایللې چې همدې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.
دلته له کوټې د څارویو د یوه کاروباري خبرې اورو.