تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پېښور کې مېشته افغان انځورګره: په خپله انځورګرۍ کې د افغان ښځو او نجونو حالت انځوروم
د خپرېدو وخت
پېښور کې مېشته افغانه کډواله سپوږمۍ د زدکړو تر څنګ نقاشي کوي او انلاین یې پلوري. هغه وايي، په خپلو انځورونو کې ډېر کله د افغان ښځو او ماشومانو حالت په انځوریزه ژبه بیانوي.
نوموړې افغانستان کې د نجونو پر زدکړو ټینګار کوي او وايي دې برخه کې د طالبانو پرېکړه ورته د منلو نه ده.
سپوږمۍ وايي ټولو افغانو نجونو ته باید نه یوازې د زدکړو بلکه د نورو بېلابېلو هنرونو د ترسره کولو اجازه ورکړل شي.
پېښور کې ازاد خبريال طارق الله يې ليدو ته ورغلی و.