پېښور کې مېشته افغان انځورګره: په خپله انځورګرۍ کې د افغان ښځو او نجونو حالت انځوروم

د ویډیو تشریح، پېښور کې مېشته افغان انځورګره: په خپله انځورګرۍ کې د افغان ښځو او نجونو حالت انځوروم
د خپرېدو وخت

پېښور کې مېشته افغانه کډواله سپوږمۍ د زدکړو تر څنګ نقاشي کوي او انلاین یې پلوري. هغه وايي، په خپلو انځورونو کې ډېر کله د افغان ښځو او ماشومانو حالت په انځوریزه ژبه بیانوي.

نوموړې افغانستان کې د ‍ نجونو پر زدکړو ټینګار کوي او وايي دې برخه کې د طالبانو پرېکړه ورته د منلو نه ده.

س‍پوږمۍ وايي ټولو افغانو نجونو ته باید نه یوازې د زدکړو بلکه د نورو بېلابېلو هنرونو د ترسره کولو اجازه ورکړل شي.

پېښور کې ازاد خبريال طارق الله يې ليدو ته ورغلی و.