تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو سوداګرۍ وزارت: "افغانستان د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي"
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر لمریز کال له افغانستانه د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه هم په تېر کال کې د صادراتو د دوه برابره ډېرېدو خبره کوي او وايي چې دا به بزګران او نور تولېد کوونکي وهڅوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرتالله جمال چې په کابل کې یوې خبرې غونډې ته غږېده وویل "سږکال هم د افغانستان د صادراتو او وارداتو بیلانس یا انډول کې ښه والی راغلی او د تېر کال پرتله ۹ سلنه ډېر صادارت شوي."
د ده په ټکو "دا په دې مانا چې تېر کال د صادارتو کچه ۱۳ سلنه وه خو سږکال ۲۲ سلنې ته لوړه شوې ده."
د سوداګرۍ وزارت په دې باور دی چې د تېرو نورو کلونو پرتله په ۱۴۰۱ لمریز کال کې له افغانستانه د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت د توکو صادرات لویه تاریخي لاسته راوړنه ده او ادعا لري چې "دا له وړم کال او جمهوریت له مهاله هم ډېر دي."
د طالبانو په حکومت کې چارواکي وايي، د صادراتو د لا ډېرولو او معیاري کولو لپاره په پام کې ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په پنځو زونونو کې د صاداراتو د پروسیس مرکزونه جوړ شي.
د یاد وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال په وينا کابل کې د دغسې یوه مرکز د جوړېدو لپاره بودیجه هم ځانګړې شوې ده.
د افغانستان کې د سوداګرۍ خونې چارواکي د تېر پرتله ډېر صادرات نه یوازې د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ښه بولي بلکې وايي چې له دې سره به بزګر او تولېدونکي لا ډېر وهڅېږي.
کومو هېوادونو ته صادرات شوي ؟
د سوداګرۍ خونې مرستیال مشر خان جان الکوزي بي بي سي ته وویل "په دغو صادرانو کې تر ډېره زمونږ معدنیات شامل دي چې ذغال سنګ، تالک او نیمه قیمتي ډبرې دي چې ډېره برخه یې پاکستان او چین ته صادر شوې"
ښاغلی الکوزی وایې د معدنونو تر څنګ وچه، تازه میوه، سبزي، قالینې، زرعتي او د زعفرانو په ګډون نور نباتي توکي هم شامل دي چې ډېر یې پاکستان ورپسې هند، چین، عربي هېوادونو او اروپا ته هم صادر شوي دي.
خو په تېر کال کې د صادراتو د ډېریدو لاملونه څه و؟ د بي بي سي دې پوښتنې ته په ځواب کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وویل:
"تېر کال مونږ یو دقیق او عملي پلان سنجولی و او مونږ وتوانیدو چې له ګاونډیو هېوادونو او ځینې لرې پرتو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې ونیسو او له دې کبله بریالي شوو چې خپل صادارت ان تر ۲ میلیاره ډالرو ورسوو."
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، اوس هم له افغانستانه پاکستان، هند، ازبکستان، تاجکستان، ایران، متحده عربي امارات، چین، عراق، ترکیې او قزاقستان ته د ډبرو سکاره، طبي بوټي، پنبه، انګور، انار، ممیز، وچ انځر، جلغوزي، بادام، زردالو او ځیني نور توکي صادریېږي.
د یادونې ده چې افغانستان په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د ۶ میلیاردو او ۷۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي له ګاونډیو او نورو هېوادونو وارد کړي دي.
ډېری واردات له پاکستان، ایران، چین، متحده عربي امارات، ترکمنستان، قزاقستان، روسیې، ازبکستان، هند او مالیزیا نه شوي او د چارواکو په وینا په وارد شویو توکو کې کتان، پطرول، اوبلن ګاز، د موټرو پرزې، غنم او ځیني نور شیان شامل دي.