افغانستان کې د نجونو زدکړې؛ اوس یې ديني مدرسو ته مخه کړې
د خپرېدو وخت
افغانستان کې بېلابېلې شمېرې ښيي، له هغه راهيسې چې د نجونو پر ښوونځيو او پوهنتونو بنديز لګېدلی، نجونې اوس له ناچارۍ دينې مدرسو ته مخه کوي.
پر واګو د طالبانو له ولکې راهيسې د دينې مدرسو شمېر په چټکۍ زيات شوی دی، او پېغلې چې د نورو ښوونځيو دروازې یې پر مخ تړل شوې، په زياتېدونکي ډول ديني مدرسو ته ځي.