د افغان موسيقۍ انستېتيوت؛ په پاريس کې يې د ځوانانو هلې ځلې ګورو

د ویډیو تشریح، د افغان موسيقۍ انستېتيوت؛ په پاريس کې يې د ځوانانو هلې ځلې ګورو
د خپرېدو وخت

کابو ۱۹ میاشتې کېږي چې طالبانو په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز لګولی. د افغانستان د موسیقۍ ښوونځي دروازې یې وتړلې، د موسیقۍ وسایل یې ویجاړ کړل او زده کوونکي یې له هېواده وتلو ته اړ کړل.

خو د موسیقۍ د ښوونځي زده کوونکي بیا د افغانې موسیقۍ د غږ پورته کولو او موسیقۍ ژغورلو لپاره راټول شوي دي.

د طالبانو له بندیزونو سره سره، د افغانستان د موسیقۍ ښوونځي د پولر معتبره جایزه وګټله او د موسیقۍ د پنځو حقونو د اتل په توګه وپېژندل شول.