پاکستان کې افغان کډوال: د کراچۍ په زندان کې يو افغان وژل شوی
د خپرېدو وخت
په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ چارواکي غواړي چې په زندان کې د یوه افغان مړی عدلي طب ته وسپارل شي چې د مړینې دلیل یې څرګند شي.
تېره جمعه پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې یو بل افغان زنداني د کراچۍ په زندان کې مړ شوی دی.
دا درېیم افغان دی چې د کراچۍ په دغه زندان کې مړ کېږي. دغه افغانان په دې تور نیول شوي چې ګواکې پاکستان ته د راتګ ویزه نه لري.
له کراچۍ ځایي خبریال عرفان خټک نور حال راکوي.