نړيوالو او افغانانو له پوهنتونه د نجونو راګرځول غندلي

د ویډیو تشریح، نړيوالو او افغانانو له پوهنتونه د نجونو راګرځول غندلي
د خپرېدو وخت

د ښځو پر لوړو زدکړو د طالبانو بندیز ته پر کور دننه او بهر غندونکي غبرګونونه ښودل شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي دا پرېکړه به طالبانو لپاره پایلې ولري.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، تامس وېسټ، دا نړۍ لپاره یوه مهمه شېبه بللې ده. هغه ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو د ځپونکو بندیزونو پر وړاندې سره یو موټی شي او په کلکه یې مخالفت وکړي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځینو مشهورو څېرو هم خواشیني ښوولې ده.