د نجونو زدکړې: طالبانو يې پوهنتون ته پر تګ بنديز لګولی
د خپرېدو وخت
په افغانستان کې له هغه یوه ورځ وروسته چې طالبانو د ښځینه پوهنتونونو تړل اعلان کړل، طالب ساتونکو ښځینه محصلینې د پوهنتون، پوهنځیو ته له ننوتو منع کړې دي.
پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې ویډیوګانې ښیې چې محصلینې د پوهنتونونو په دروازو کې ولاړې دي او یو بل په غېږ کې نیسي او تسلي ورکوي.
امریکا او بریتانیا د طالبانو دغه وروستی اقدام غندلی دی او دا د طالبانو له لوري له ژمنو نه جبرانېدونکې سرغړونه بولي.