طالبان: مهر، د نکاح شوې ښځې حق دی او ولور اخیستل شرعي جواز نه لري

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت حج، ارشاد او اوقافو وزارت وايي، مهر په ځانګړې توګه د واده شوې ښځې حق دی او ولور اخیستل شرعي جواز نه لري.
یاد وزارت په دې تړاو د جوماتونو ملا امامانو ته په استول شوې خطبه کې تاکید شوی دی چې مهر د واده شوې ښځې شرعي حق دی او د مېړه په ګډون هېڅوک پکې حق او برخه نه لري.
په دې تفصیلي خطبه کې د قران کریم او نبوي حدیثونو په حواله ویل شوي چې خلک درانه ولورونه اخلي چې له کبله یې ''د هغه چا دینداري او اخلاق په پام کې نه نیول کېږي چې نجلۍ ورته ودېږي. ''
په خطبه کې راغلي: ''د آزاد انسان پر سر پیسې اخیستل په حقیقت کې د هغه خرڅول دي چې دا عظیمه ګناه ده لکه د نن صبا رواجي ولور. ''
د افغانستان په ځینو سیمو کې د ولور کچه تر میلیونونو افغانیو پورې هم رسېږي، خو په ځینو سیمو کې بیا د ولور لپاره ځانګړې کچه ټاکل شوې ده.
د سیمې خلک وایي، چې ګڼ شمېر نجونې او هلکان له همدې کبله بې واده پاتي کېدو له ګواښ سره مخامخ دي او یا که واده کېږي هم، عمر یې زیات شوي وي.
په افغانستان کې له دې مخکې هم د لوړو ولورونو مخنیوي لپاره د قومي او سیمه ییزو تړونونو له لارې اقدامات شوي دي، خو د وخت له تېرېدو سره دغه ډول اقدامات تر ډېره بریده کامیاب نه دي ثابت شوي.
۲۰۱۸ کال کې د پکتیکا ولایت هغه مهال ځايي چارواکو د ولورونو کمولو له همداسې یوه تړون وروسته بي بي سي ته وویلي و، ''له تړون مخکې د سیمې په یوازې یوه کلي (زمري کوټ) کې په یوه کال کې ۳۰ ودونه شوي وو، خو له تړونه وروسته ۳۰۰ ودونه شوي دي. ''
په ودونو کې پریمانه لګښتونه یوه بله ستونزه ده، چې له کبله یې د افغانستان ډېر بې وزله کورنۍ یا د پورونو تر درانه بار لاندې کېږي او یا یې واده کوونکي کسان د پوره کولو لپاره تر کلونو پورې په بهر کې مزدروۍ کوي.
د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي، د افغانستان په څېر دودیزو ټولنو کې د ولورونو یا په ودونو کې د بې ځایه لګښتونو مخنیوی د قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو کسانو د ګډو هڅو له لارې اغېزمن ثابیتدای شي.



















