د طالبانو لوړو زدکړو وزیر؛ په طالبانو کې "چې هر چا ډېر ماینونه پټاو کړي وي، هغه ډېر ممتاز
د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر لوېدیځ هرات ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، څوک که د 'حزب التحریر'، 'جمعیت اصلاح' یا خارجي په نوم پوهنتونونو ته راځي دې خلکو ته ځای نه شته او که راته معلومه شي، جزا هم ورکوو. له علماوو امتحان اخیستل بې احترامي ده. مجاهدینو کې چې هر چا ډېر ماینونه پټاو کړي (چوولي) وي ډېر ممتاز دی، امتحان نه اخلو ترې.
نداء محمد ندیم غونډې ته په وینا کې وویل، "که څوک د جمعیت اصلاح په نامه راځي، که څوک د حزب التحریر په نامه راځي او که څوک د خارجي په نامه راځي او که څوک د دیموکرات په نامه راځي، مطلق زموږ د افغانستان په پوهنتونو کې دا خلک ځای نه لري او که راته معلومه شي دغو خلکو ته به جزا هم ورکوو".
ده وویل، له علماوو امتحان اخیستلو کې پوره تساهل (اساني) په پام کې نیول شوې، چې په وینا یې، هغه عالمان او شیخان چې معلوم استادان دي، "په مرکز کې مې ورته وویل چې ښه احترام به یې کوئ، امتحان به په خوله نه ورته راوړئ، دې عالم ته د امتحان ویل بې عزتي ده".