تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د ډاکټر ناکامورا میراثونه
- Author, راحت ګل زيارمل
- دنده, انجنير
- د خپرېدو وخت
ډاکټر ناکامورا په ۱۹۸۴ کال کې د افغان کډوالو د روغتيايي خدماتو لپاره پېښور ته تللی و. وروسته په ۱۹۹۱ کې ننګرهار ته راغی او د PMS په نامه موسسه يې جوړه کړه او د همدې موسسي مشري يې کوله.
په ننګرهار کې يې هغه مهال درې روغتيايي کلينکونه جوړ کړل چې اوسمهال يې شمېر ۱۰ کلينکونو ته رسېږي. هغه له څه وخت روغتيايي خدمتونو وروسته درک کړه چې اصلا کليوال خلک د څښلو لپاره پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، نو د ژورو څاګانو کيندلو ته يې مټې را ونغاړلې.
تر مرګه پورې ډاکټر ناکامورا له ۱۷۰۰ زياتې د پاکو اوبو ژورې څاه ګانې کيندلې وې. هغه د خلکو د بې وزلي د ختمولو او د ناروغیو د مخنيوي په موخه د چاپيريال د زرغونولو هڅه پیل کړه او په ۲۰۰۳ کال يې د کونړ له سينده د ننګرهار ولايت ښېوې ولسوالۍ ته د يوه ۲۵ کيلومټره کانال (چې وروسته مرواريد ونومول شول) کار پیل کړل چې سلګونه زره جريبه ځمکه يې خړوبه او زرغونه کړه.
ناکامورا چې افغانان يې کاکا مراد بولي د ښېوې ولسوالۍ او ګمبيري دښتې د بادونو او شګو بادېدلو د مخنيوي په موخه لسګونه زره ونې زره وکرلې. هغه د ګمبيري دښتې لپاره اته کانالونه جوړ کړل او د کونړ له سینده یې په بېلا بېلو ځایونو کې ۱۱ ویالې ځمکو ته پورته کړې.
په ښېوې ولسوالۍ کې يې د سټروسو لوی باغ، يو روغتون، لوی جومات، مدرسه او يو ستر تفريحي پارک جوړ کړل. لسګونه کيلومتره خام او نيمه خام سړکونه يې جوړ او ورغول. د نوموړي له کارونو او مرستو شاوخوا ۶۵۰ زره کورنيو ګټه اخيستله.
د کامې ولسوالۍ سربند چې له کلونو کلونو نه جوړېده او هر کال به سېلاب وړی و، ډاکټر ناکامورا په اساسي ډول جوړ او د کامې زرګونه هکتاره ځمکه يې خړوب کړه.
د تورخم ښارګوټي ټول ښار ته يې د پاکو اوبو د څاه ګانو په کيندلو سره د څښلو اوبه برابرې کړې چې تر اوسه ترې ښاريان ګټه اخلي. د ناکامورا ځانګړنې ډېرې دي، خو يو څو يې دا دي چې په پښتو ژبه يې روانې خبرې کولې، د کار په ساحه کې به کارګرو سره يو ځای پر کار بوخت و.
د ساختماني ماشينونو په چلولو او کارولو پوره پوهېده او په ساحه کې به يې پخپله کار کاوه. هر مازیګر به يې کارګر هڅول چې يو ساعت پرته له پيسو د افغانستان لپاره کار وکړي.
وروستی کار يې پر کونړ سيند د "مرواريد ۲ کانال" د کار پیل و. دغه کانال به د ننګرهار د ښېوې او کامې ولسوالۍ پاتې دښتې خړوبولې. خو د افغانستان دښمنانو دغه ستر انسان په جلال اباد ښار کې په ډزو وواژه او ياده پروژه يې په ژوند نيمګړې پاته شوه.
اوس د "مرواريد ۲ کانال" لومړی فاز تکميل شوی، نورې وړې فرعي برخې یې کيندل شوې او پاک شوي دي. همدارنګه د PMS موسسې کارونه نه دي ځنډېدلي او وړې وړې پروژې يې سرته رسولې دي، خو ناکامورا نشته. مخکېني ولسمشر اشرف غني ورته د کړيو خدمتونو په وياړ د افغانستان تابعيت ورکړ، ننګرهاريان يې د يوویشتمې پېړۍ بودا بولي؛ خو دا بودا نور زموږ په ژوند کې نشته!