افغانستان کې د ښځو حالت؛ د طالبانو پر محدوديتونو نيوکې

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د ښځو حالت؛ د طالبانو پر محدوديتونو نيوکې
د خپرېدو وخت

افغانستان کې طالب واکمنو پر ښځو ګڼ بنديزونه لګولي دي. دا تېره مياشت، پرې پارکونو او جېمونو ته د ښځو پر تلو بنديز هم ورزيات شو.

نجونې لا اوس هم د دغه جګړه ځپلې هېواد ډېرو برخو کې ښوونځيو ته نه شي او د ژوند او ادارو ډېرو برخو کې پر ښځو کاري بنديزونه هم لګېدلي دي.

نجونو او ښځو اوس بي بي سي ته ويلي، له دې ډارېږي چې نور به څه کېږي.

د بي بي سي خبريالې يوګيتا ليمايي پرې له کابله دا راپور راستولی دی.