ملګري ملتونه وايي "له مېرمنو او نجونو سره د طالبانو چلن ښايي د بشریت ضد جرم وګڼل شي"

د خپرېدو وخت

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه شوې ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ او نورو کارپوهانو په کې برخه اخیستې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د دې غونډې په اړه یوه بیان کې ویل شوي، هغه ګامونو چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو په حق کې پورته کړي، د دوی پر بشري حقونو او فردي ازادۍ موجود تېری لا ژوروي.

په دغه بیان کې راغلي چې د ښځو او نجونو پرحقونو روان تېری نړۍ کې تر ټولو سخت دی چې ښايي د جنسیت پر بنسټ ځورونه وبلل شي او دا ډول ځورونه د بشریت ضد جنایت دی.

د غونډې ګډونوالو په وروستیو کې د نورو بندیزونو ترڅنګ له عامه پارکونو او ورزشي صالونونو د ښځو منع کولو ته اشاره کړې او ویل شوي چې له پارکونو د ښځو منع کول ماشومان هم له سیل او تفریح بې برخې کوي.

په همدې تړاو ټينګار شوی چې دا کړنه د ښځو د زنداني کولو په څېر ده او شونې ده چې کورنی تاوتریخوالی او روانې ستونزې زیاتې کړي.

بیان کې د طالبانو له خوا سړیو ته د ښځو له امله سزا ورکول چې ګواکې حجاب یې نه دی مراعات او د ښځو د حقونو فعالانو زنداني کولو ته اشاره شوې.

ګډونوالو ویلي د یادو کړنو او د طالبانو ادارې له خوا په تېر کې له ښځو او نجونو سره توپيري چلن په اړه باید د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په توګه د نړیوال قانون په چوکاټ څېړنې وشي.

ګډونوالو د طالبانو له ادارې څو ځانګړې غوښتنې کړي، لومړی دا چې د بشري حقونو نړیوال مسؤولیت پر ځای او هغه ټول بشري معیارونه مراعات کړي چې افغانستان منلی دي، او په زدکړه، کار او کلتوري او عامه ژوند کې د برخې اخیستو په ګډون د ښځو او نجونو ټولو حقونو ته درناوی وکړي.

دغه راز له طالبانو غوښتنه شوې چې د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي او د هغې څلور نارینه همکاران سملاسي او له شرط پرته خوشې کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ټينګار غوښتنه کړې چې ښځو او نارینه وو ته د غونډو حق ورکړل شي، دوی دې نه یوازې دا چې نه بندیانېږي بلکې د دوی مشروع اندېښنو ته دې غوږ ونیول شي.

په بیان کې د هغې پرېکړې لغوه کولو غوښتنه شوې چې د ښځو له امله د هغوی د کورنۍ نارینه غړي ته سزا ورکول کېږي. یاده دې وي چې څه موده وړاندې طالب چارواکو وویل که ښځې د دوی له خوا وضع شوي اصول عملي نه کړي نو د کورنۍ نارینه ته سزا ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو د دې غونډې ګډونوالو له طالبانو غوښتي چې سملاسي د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او عامه ځایونو ته د نجونو او ښځو پر ورتګ بندیزونه لرې کړي.

د بشري حقونو دې ډلې کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې هغه کسان وپوښتي او مناسبو بهرنیو او نړیوالو قضايي ادارو کې یې تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي چې افغانستان کې د جنسیت پر بنسیټ له ښځو سره د زور زیاتي مسول دي.

دغه راز غوښتنه شوې چې له طالب چارواکو سره کتنو کې دې د یادو محدودیتونو او بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړي، د بشري حقونو د افغان فعالانو ملاتړې دې وکړي او د پرېکړو په کچه دې ښځو ته د ګډون لارې چارې برابرې کړي.

د نړیوالې ټولنې د اندېښنو او غوښتنو په اړه د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي یوه لیکلي پيغام کې وویل، چې په افغانستان کې د ښځو ټولو شرعي حقوقو ته رسیدګي کېږي او لا هم هڅه روانه ده چې په دې اړه مثبت او رغنده ګامونه واخیستل شي.