ملګرو ملتونو پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو حقونو یوې فعالې په ګډون پنځه نیول شوي کسان خوشي کړي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو د حقونو د یوې فعالې په ګډون هغه پنځه تنه خوشي کړي چې اوړمه ورځ کابل کې نیول شوي دي. فعالانو بي بي سي ته ویلي چې دا کسان کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال نیول شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لوی کمشنر وولکر تُرک په حواله رپوټ ورکړی چې ملګري ملتونو کابل کې د خبري کانفرانس پرمهال د یوې ښځې په ګډون د څو تنو نیول کېدو ته اندېښنه لري. رویټرز لیکلي ملګرو ملتونو د دې کسانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د دې کسانو د نیولو په اړه د ښاغلي وولکر خبرې د هغه ویاند جنیوا کې خبریالانو ته کړي دي. وولکر ویلي د نیول شویو پنځو کسانو روغتیا په اړه اندېښنه لري او له طالب چارواکو یې د دې کسانو په اړه معلومات غوښتي دي.

له بلې خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما وايي د ښځو حقونو د فعالې ظریفې یعقوبي د نیولو په اړه یې له طالبانو سره خبرې کړي دي.

پر خواله رسنیو د یوناما خپاره شوي لنډ بیان کې دا نه ده جوته شوي چې ملګرو ملتونو طالب چارواکو ته څه ویلي خو یوناما ټینګار کړی چې ټول افغانان له ویرې او توقیف پرته د سولې ییزه غونډو، د بیان ازادۍ او نظر څرګندولو بنسټیز حق لري.

د طالبانو امنیتي کسانو ظریفه یعقوبي تېره پنجشنبه د کابل لویدیځه څنډه کې د یوه خبري کانفرانس پرمهال نیولې ده. د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي د یادې میرمنې نیول دوی پورې اړه نه لري.

ظریفه یعقوبي غوښتل یوه خبري غونډه کې د مساوي حقونو لپاره د افغان مېرمنو د غورځنګ اعلان وکړي.

د نوموړې یوې همکارې بي بي سي ته ویلي چې د طالبانو د استخباراتو اړونده کسانو ظریفه یعقوبي او د هغې یو نارینه همکار نیولی دی.

دا وايي موږ خبري کانفرانس کې وو چې څو مخ پټې ښځې او وسله وال طالبان را ننوتل د نجونو په وهلو یې پيل وکړ ، له هغوی یې ټیلیفونونه واخستل، یو - یو یې له تالاره وایستل او پای کې یې د دې په وینا ظریفه یعقوبي او څلور پنځه نارینه همکاران له ځان سره یوړل.

طالبانو رسنیو ته د دې کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.