د تېر جمهوريت په وروستیو کې د دولتي ویاندانو پرتله د طالبانو تبلیغات ولې پیاوړي وو؟
د خپرېدو وخت
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د وسله وال پوځ عمومي ویاند او جنرال وايي، د رواني یا تلبیغاتي جګړې ګټل د جګړې د ډګر ګټل دي او د جمهوریت په وروستیو کې د طالبانو تبلیغاتو د دوی پر تله عامه ذهنیت ډېر خپل کړی و.
جنرال اجمل عمر شینواری وايي، د جګړې د شدت پر مهال ځينو قومندانانو د روان وضعیت په اړه مشرتابه ته دروغجن مالومات ورکول، یو شمېر سیاسیونو له طالبانو سره پټې ناستې کولې چې سرتېري یې بې موراله کول او ځينو وکیلانو خپلو نفوذي سیمو کې پوځيانو ته زنګونه کول چې جګړه دې نه کوي. د ده په خبره، د درې ګونو امنیتي ادارو تر منځ نه همغږۍ او ورته ستونزو طالبان برلاسي کړل او افغان وسله وال پوځ د تاریخ په اوږدو کې یو ځل بیا له ماتې سره مخ شو.
نورګل شفق ورسره مرکه کړې ده.