ايران کې مظاهرې؛ زندان کې اورلګېدنه
د خپرېدو وخت
په ایران کې چارواکي وایي، د پلازمینې تهران په اوین زندان کې د اورلګېدنې له کبله ۶ بندیان مړه شوي او څه باندې ۶۰ نور ټپیان شوي دي. له زندانه دوه امبولانسونه او دوه بسونه بهر ایستل شوي دي.
تر دې دمه لا روښانه شوې نه ده چې څوک پکې وو. په دې زندان کې په سلګونه سیاسي کسان، دوه تابعیته نیول شوي اتباع او د تېرو څلور اونیو لاریونونو کې یو شمېر ګډون کوونکي بندي او ساتل کېږي.