ازبکستان کې مېشت افغانان: چارواکي وايي سوداګرو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي
د خپرېدو وخت
د تېرو څه د پاسه ۴ لسيزو اوږدو کې افغانستان له خپلو ګاونډيانو سره د سوداګرۍ هسک ټيټ اړيکي لرلي. ازبکستان هم له شوروي اتحاده له خپلواکۍ راهيسې هم همدې حالت کې و.
د طالبانو له واکمنۍ راهيسې افغانستان سره پر سوداګرۍ ژورې اغېزې شوې، خو د تاشکند چارواکي دا اوس له افغانستان سره د مرستو او ښېګڼې نښه ګڼي چې خپله پوله یې پرانيستې ساتلې او سوداګرو ته یې د تګ راتګ اجازه ورکړې ده.
ازبکستان کې د افغان کډوالو ژوند رپوټونو په لړۍ کې ورته کتنه لرو. دا رپوټونه فیروز رحیمي چمتو کړي.