افغانستان سره څه باندې یو میلیارد ډالره نغدې مرستې؛ ملګري ملتونه وايي واکمنو ته نه ورکول کېږي

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د ملګرو متلونو استازولۍ یوناما وايي، تېر یوه کال کې یې څه باندې یو میلیارد نغد ډالر د بشري مرستو په ډول دغه هېواد ته وړي دي.

د دغو مرستو د یوې برخې په ډول پرون (دوشنبه) هم ۴۰ میلیونه ډالره افغانستان ته استول شوي دي.

یوناما وايي:"افغانستان سره شوې بشري مرستې په یوه شخصي بانک کې اچول کېږي او اوسنیو واکمنو او یا هم د هغوی تر واک لاندې د افغانستان بانک ته نه ورکول کېږي."

ملګرو ملتونو د روان کال په پیل کې د افغانستان د بشري کړکېچ لپاره د څه باندې څلور میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه خو تر اوسه یې د غوښتل شویو پيسو ډېره برخه نه ده تر لاسه کړې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي و چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادو کې د افغان کډوالو د مرستې لپاره هم څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

تېر اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د ایران او پاکستان په ګډون سل ګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره وايي، په دغه هېواد کې "نژدې ۲۴ میلیونه خلک د ژوندي پاتېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري."

د دغه بنسټ په وینا، له دغې ډلې ۱۹ میلیونه افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري.

په افغانستان کې چې اقتصاد یې د جمهوریت پرمهال هم پر بهرنیو مرستو پایېده، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د مرستو کچه کمه شوه او ډېر شمېر خلک بې دندو شول.

د کار د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو له مخې، تېره یوه کال کې نژدې یو میلیون خلک بې دندو شوي دي.

د ملګرو ملتونو بشري مرستې ښايي د لنډ مهال په افغانستان کې د بې وزلو لاسنیوی وکړي، خو باور دا دی چې له اقتصادي پلوه پر ځان د تکیې لپاره باید په کور دننه اقتصادي فرصتونه چمتو کړل شي، داسې څه چې اوس په نشت حساب دي.