تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امنیت شورا: د ديپلوماتیکو او کونسلي تاسیساتو امنیت دې تضمین شي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو یوه علامیه کې پر ټولو خواو غږ کړی چې د دیپلوماتیکو او کونسلي تاسیساتو او د هغو د کارکوونکو امنیت او خوندیتوب تضمین کړي.
دوی دا علامیه کابل کې د روسیې فدراتیف سفارت مخې ته د دوشنبې ورځې ځانمرګي برید غبرګون کې خپره کړې.
د دوی اعلامیه کې دا برید په کلکه غندل شوی دی.
کابل کې د روسیې سفارت مخې ته برید کې د دغه سفارت دوه دیپلوماتان او څلور ملکي افغان وژل شوي وو.
د امنیت شورا له غړو ورهاخوا ګڼو نورو هېوادونو هم دا برید چې مسوولیت یې د اسلامي دولت یا داعش په نوم ډلې منلی، غندلی دی.
د یادونې ده چې کابل کې د روسیې سفارت تر دغه برید وروسته ویلي، چې کونسلۍ څانګې ته یې د خلکو ورتګ تر بلې خبرتیا پورې ځنډولی.
د امنیت شورا اعلامیه کې غوښتنه شوې چې د شته نړیوالو اصولو او کنوانسیونونو له مخې باید د دیپلوماتیکو او کونسلي استازولیو او همدا راز د دغو تاسیساتو د کارکوونکو امنیت خوندیتوب لپاره ټول اړین ګامونه واخیستل شي.
د امنیت شورا غړو همدا راز یو ځل بیا تکرار کړې چې ترهګري که په هره بڼه، هر وخت، هر ځای او د هرې انګیزې له مخې وي، نړیوالې سولې او ثبات ته تر ټولو جدي خطر دی.
دوی د دې پر اهمیت ټینګار کړی چې د دا ډول بوږنوونکو ترهګریزو کړنو عاملان، سازمانوونکي، مالي تامینوونکي او ملاتړي باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي او حساب ورسره وشي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې د خپل مکلفیت، نړیوالو قانونینو او د امنیت شورا اړوندو پرېکړه لیکونو له مخې دې برخه کې فعاله او هر اړخیزه همکاري وکړي.