اروپا کې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان جوړ شوی
د خپرېدو وخت
په اروپا کې "د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان" یا AJSO خپل فعالیت پیل کړی. دغه سازمان- چې وايي جوړوونکي یې مسلکي خبریالان او ځینې اکاډیمیک افغان شخصیتونه دي - په یوه اعلامیه کې ویلي، هدف یې د خبریالانو د حقونو دفاع ده.
دا سازمان داسې مهال جوړ شوی چې واک ته د طالبانو د رسېدو یو کال پوره کېږي او ددغه سازمان په وینا افغانستان کې اوس د "وینا ازادي راپرځېدلې" ده.
ددغه سازمان یوه غړې حسینا شیرزاد وايي، افغانستان اوس رسنۍ په شدت څارل کېږي او ډېری خبریالان له افغانستانه وتلي دي.