د نړۍ مشران پنځم ځل هڅه کوي سمندرونو په اړه د ملګرو ملتونو یو تړون تصویب کړي

د عکس سرچینه، Alexis Rosenfeld/Getty Images
د نړۍ مشران په نژدې راتلونکي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان کې بیا غونډه کوي چې د نړۍ سمندري زېرمې له حده زیاتې کارونې پروړاندې خوندي وساتي.
لس کاله کېږي چې د سمندرونو د خوندي ساتلو تړون په اړه په ملګرو ملتونو سازمان کې خبرې اترې روانې دي خو تراوسه نه دي بریالي شوي چې دا تړون تصویب کړي.
که تړون وشي نو تر ۲۰۳۰ کاله پورې به د نړۍ د سمندرونو ۳۰سلنه برخه د خوندي سیمو په توګه وساتل شي.
د دې تړون مینه وال هیله لري چې په دې توګه به د سمندر کبان او نور ژوي له حده زیات نه نیول کېږي او سمندرونه به د انسانانو د نورو فعالیتونو پر وړاندې هم خوندي وساتل شي.
اوسمهال د نړۍ دوه پر درېیمه برخه سمندرونه د نړیوالو اوبو په توګه ګڼل کېږي، په دې معنا چې ټول هېوادونه پکې د کب نیونې حق لري، کولای شي پکې بېړۍ وچلوي او څېړنې وکړي. خو د دې سمندرونو یوازې یو اعشاریه دوه ( ۱.۲) سلنه برخه د خوندي سیمې په توګه بلل کېږي.
له دې کبله له خوندي سیمو بهر سمندري ژوي له حده زیاتې کارونې او اقلیمي بدلون له ګواښونو سره مخ دي. له حده ډېر کبان پکې نیول کېږي او ډېرې بېړۍ پکې تګ راتګ کوي.
په داسې حال کې چې په سمندرونو کې د اېکوسیستم یا د ژویو او د هغوی د ژوند چاپېریال د څرنګوالي په اړه معلومات لږ دي، د چاپېریال ساتنې کارپوهان اندېښمن دي چې ځینې سمندري ژوي ښايي وړاندې له دې چې کشف شي بېخي له منځه لاړشي.
هغه څېړنې چې د روان کال په لومړیو کې خپرې شوې، او د سمندري چاپېریال ساتنې ادارو لخوا تمویل شوې وې، ښيي چې همدا اوس له ۱۰ سلنې تر ۱۵ سلنې پورې راز راز سمندري ژوي د بشپړې نابودۍ له ګواښ سره مخ دي.
د طبیعت د ساتنې نړیوالې ټولنې (ای یو سي ان) په تېرو خبرو اترو کې ویلي وو چې "د سمندرونو د ادارې دودیزې نېمګرې طریقې" د سمندرونو د اغېزمنې ساتنې مخه نیولې.

د عکس سرچینه، Leisa Tyler/ Getty Images
دا تړون به د نړې د سمندرونو ځینې برخې د سمندري خوندي سیمو د یوې شبکې په توګه مشخصې کړي. د سوداګريزو فعالیتونو لکه د سمندر په ژورو کې د کانونو را اېستلو له پيل وړاندې به پر چاپېریال باندې د دې کارونو د اغېزو په اړه پلټنې ترسره کېږي.
د سمندر له ژورو څخه د کانونو را ايستل هغه دي چې د سمندر د تل یا بستر لاندې د ۲۰۰ مترو یا زیاتې ژورتیا څخه منرالونه را اېستل کېږي. په دې منرالونو کې کوبالت شامل دي چې په الکترونیکي وسایلو کې کارول کېږي، خو د ای یو سي ان راپور وايي کېدای شي دا پروسه د سمندري ژویو لپاره زهرجنه هم وي.
د ۲۰۲۲ کال له مارچ راهیسې، د سمندرونو د تل نړیوالې ادارې، چې دا فعالیتونو تنظیموي، د سمندرونو له تل څخه د منرالونو را ايستلو لپاره ۳۱ قراردادونو ته اجازه ورکړې.
هېوادونه هڅه کوي په دې تړون کې داسې اقدامات هم شامل کړي چې سمندري جنېټیکي زیرمو (اېم جي ار) ته مخ پر ودې هېوادونه او هغه چې سمندر ته لاره نه لري هم لاسرسی ولرلی شي.
اېم جي ار د سمندري ژویو او نباتاتو بیالوجیکي توکي دي چې ټولنې ته ګټه رسولای شي، لکه په دارو درملو جوړولو، صنعتي پروسو او خوراکي توکو لپاره.
خو تراوسه ددې تړون په خبرو اترو کې پرمختګ سست و ځکه چې د کورونا وبا کړکېچ له امله هېوادونو غونډې نشوای کولای.
پدې اړه د نظریو اختلاف چې په حقوقي تړون کې کوم شیان شامل کړل شي هم د ځنډ سبب شو.
ځینې هېوادونه لکه روسیه او ایسلنډ غواړي چې د کب نیونې موضوع پدې تړون کې شامله نشي.
په مارچ کې، هېوادونو ومنله چې د پنځم او وروستي ځل لپاره غونډه وکړي او د تړون لاسلیکولو هڅه وکړي- د روان میلادي کال پای یې وروستی مهلت ټاکلی.
د اروپايي ټولنې یو ویاند بي بي سي ته وویل که دا وروستۍ هڅه هم بریالۍ نشي دوی به بیا هم دغې مسلې ته ژمن پاتې شي: "اروپايي ټولنه به ټینګار وکړي چې خبرې اترې ژر دوام وکړي."
هغه زیاته کړه: "د اوسنیو او راتلونکو نسلونو لپاره د سمندرونو د ساتنې او پایښت لرونکې کارونې په خاطر باید ګامونه پورته شي."
د تېر ځل ناکامو خبرواترو په پای کې، د کانفرانس رئیس رېنا لي وویل: "باور لرم چې له دوامداره ژمنتیا، ټینګې ارادې او اخلاص سره به، موږ وکولای شو نظرونه سره نژدې کړو او پاتې اختلافونه له منځه یوسو."
د نړۍ د سمندرونو ساتنه د انسانانو لپاره ځکه مهمه ده چې خلک له سمندرونو څخه خوراکي توکو، عایداتو او تفریحي فعالیتونو ته اړتیا لري.
د بریتانیا د پلېموت ښار سمندري لابراتوار څېړونکو اټکل کړی چې د نړۍ سمندري ایکو سیستمونه له ۴۱ ټریلیونو سترلینګ پونډو څخه زیات ارزښت لري.



















