ننګرهار کې سېلابونو څلور ماشومان وژلي او شپږ نور کسان یې ټپیان کړي دي

ننګرهار کې سېلابونه

د عکس سرچینه، Taliban

د خپرېدو وخت

د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې تازه سېلابونو ګڼو خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د باختر خبري اژانس له مخې تېره شپه ناوخته بټي کوټ ولسوالۍ او د ښار یو شمېر نورو برخو کې سېلابونه راوتلي او مالی او ځاني زیانونه یې اړولي دي.

د ننګرهار ولایت پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مشر سیف الله خالد وايي، دغو سېلابونو کې د یوې کورنۍ ۴ ماشومان وژل شوي او ۶ نور کسان ټپیان دي.

سېلابونو د یاد ولایت بهسود او چپرهار ولسوالۍ د خالص بابا فامیلۍ اوبیز اکمالاتي سخت ځپلي دي.

د لومړنیو مالوماتو له مخې د ښار په څلورمه ناحیه کې سېلابونو له ۶۰ زیات کورونه هم ویجاړ کړي.

پژواک خبري اژانس خپره شوې خبرپاڼه کې سیمې ته د ژغورنې کمېټې د رسېدو خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دغې ژغورونکې کمېټې تر دې دمه د ښځو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ کسان ژغورلي دي.

ننګرهار سیلابونه

د عکس سرچینه، Taliban

وړمه ورځ هم پروان، وردګو او لوګر ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله ګڼو کسانو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي.

پروان کې د وړمې ورځې سېلابونو ۱۷ کسان وژلي او ګڼ نور یې لادرکه کړي او په وردګو او لوګر کې یې کورونه، ځمکې او کښتونه زیانمن کړي دي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې څه موده مخکې د تېزو ورښتونو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی و.

له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

دوه ورځې وړاندې د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو، په اوو ولایتونو کې تازه ورښتونه او سېلابونه بیا پیل شوي دي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې هم درې ورځې مخکې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د سختو ورښتونو خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې د دغه هېواد لوېديځې او جنوب لوېديځې سیمې به د ورښتونو تر څنګ سخت بادونه هم ولري.