افغانستان کې سېلابونه؛ مسولان وايي، بیا سختو ورښتونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسولان وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې یو ځل بیا د سختو ورښتونو او سېلابونو لړۍ پیل شوې ده.

دوی وايي، پرون (پنجشبه) په اوو ولایتونو کې سېلابونه راغلي چې مالي او ځاني مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د دغه وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وايي، "خوست، پکتیا، لوګر، غزني، میدان وردګ، پروان، کاپیسا ولایتونو کې سېلابونو مالي او ځاني‌ تلفات اړولي دي. ځاني تلفات ډېر زیات نه دي خو لومړنۍ شمېرې دا دي چې د وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې یوه ښځه او دوه ماشومان شهیدان شوي دي."

د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، په پکتیا کې د سېلابونو پر مهال یو موټر اوبو وړی چې پکې سپاره څلور تنه لا درکه دي. دغه کسان د یوې کورنۍ غړي مور او پلار او ورسره یې دوه ماشومان ښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې پرون د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د سختو ورښتونو خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې د دغه هېواد لوېديځې او جنوب لوېديځې سیمې به د ورښتونو تر څنګ سخت بادونه هم ولري.

دې ادارې تازه په خوست، پکتیا، زابل، د غزني په ځينو جنوبي سیمو، نورستان او کونړ کې د سختو ورښتونو وړاندیونه کړې ده.

همدا راز یې په لغمان، لوګر، میدان وردګ، ننګرهار، کاپیسا او د کندهار په ځینو سیمو کې د ورښتونو تر څنګ د تندر غورځېدو اټکل کړی دی او له خلکو یې غوښتي چې هر احتمال ته باید چمتو و اوسي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا میاشت او بیا دوه اوونۍ وړاندې هم د افغانستان ګڼ ولایتونه د سختو ورښتونو او سېلابونو شاهدان وو.

د سېلابونو هغې څپې سوېلي زابل او کندهار ولایتونه ډېر زیانمن کړل او خلکو ته یې مالي او ځاني تاوانونه ور واړول.

د سېلابونو اوبه د کندهار سپین بولدک کې کورونو او روغتون ته هم ننوتلې وې او له اوبو یې ډک کړي وو.

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي وروستي سېلابونه تېر ماسپښين راهیسې پیل شوي او ځينې سيمې یې د شپې ځپلې دي.

ښاغلی مسلم وايي، د ځاني تر څنګ دغو سېلابونو مالي تاوانونه هم اړولي دي.

دی زیاتوي، " که څه هم کره مالومات لا نه شته خو د لومړنیو شمېرو له مخې مالي تلفات ډېر دي. سلګونه کورونه یا چپه شوي او یا له اوبو ډک دي‌ او له کاره لوېدلي دي. کرنیزو ځمکو، باغونو، پلچکونو او فرعي لارو ته یې خسارات اړولي دي."

دغه طالب چارواکی همدا راز وايي چې سېلابونو په ځينو سیمو کې لویې لارې هم خرابې او یا بندې کړې دي چې د خلکو تګ راتګ یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی خو په خبره یې، سیمې ته سروې ټيمونه او ماشينري استول شوې چې د ترافیکو پر مخ لارې پرانیستل شي.