د طالبانو واکمنۍ یو کال؛ د زدکوونکو نجونو دوه تعلیمي کالونه ضایع شوي

د ویډیو تشریح، د طالبانو واکمنۍ یو کال؛ د زدکوونکو نجونو دوه تعلیمي کالونه ضایع شوي
د خپرېدو وخت

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو پوره یو کال کېږي خو دوی لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې زد کوونکي ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.

میاشت وړاندې طالبانو د نجونو زده کوونکو د ښوونځیو بیا پیل لپاره د یوې اته کسیزې کمېټې د جوړېدو خبره هم کړې وه چې لا یې پایلې په ډاګه شوې نه دي.

شازیه حیا په خپل راپور کې دې ته کتنه کړې چې څنګه د نجونو زدکوونکو دوه تعلیمي کالونه ضایع شوي دي.