پر خواله رسنیو د کډوالو ځورونې ویډیوګانو ته سخت غبرګونونه څرګند شوي

د خپرېدو وخت

پر خواله رسنیو د کډوالو د ربړونې ویډګانو له خپرېدو وروسته، چې ویل کېږي د افغان کډوالو د ربړونې پېښې انځوروي، له کډوالو سره دپوله ساتو سرتېرو او قاچاق کوونکو چلن په پراخه کچه غندل شوی.

په دې دوه ډېرو زړه بوږنوونکو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د څو کسانو لاسونه په ځنځیرونو تړل شوي او بیا تر ډبرو لاندې کېږي، خو دا نه ده معلومه چې دا پېښې څه وخت او چېرته شوې دي.

په یوه ویډیو کې چې دوه قاچاق کوونکي په کې خبرې کوي، له لسو زیات کسان لیدل کېږي چې لاسونه یې شاته تړلي، پر ځمکه پړخ مخې پراته دي او څو نور ناست دي. ظاهرا د دوه لوریو ترمنځ د دې کسانو پر لېږد اختلاف دی، د دې کسانو لېږدونکی پر بل لوري د فشار لپاره د هغه غوږ پرې کوي.

دویمه ویډیو کې ښکاري چې دا کسان چې لاسونه یې په ځنخیرونو تړلي دي، تر تېږو لاندې کړل شوي او ژړا او فریاد کوي.

د ویډیوګانو وخت او ځای نه دی معلوم، خو یو لوری بل ته وايي چې پیسې ترکیه کې یوه بانکي حساب ته استوي.

د ایران او ترکیې له لارې په ناقانونه لارو تلونکي افغانان تل له ایراني او ترکي پوله ساتو او قاچاق کوونکو شکایت لري چې نا انساني او ډېر ناوړه چلن ورسره کوي.

پر خواله رسنیو دې ویډیوګانو ته پراخ غبرګون ښودل شوی، د خواله رسنیو کارکوونکو دا کړنه ناانساني بللې ده او له افغان کډوالو سره یې د ایران او ترکیې امنیتي کسانو او قاچاق کوونکو چلن غندلی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله فیسبوک پاڼه یوه بیان کې پر ملګرو ملتونو او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ کړی چې له افغانانو سره د ده په وینا د روان ناروا او غیر انساني چلن پر خلاف عملي ګامونه واخلي. ښاغلي پښتین پر تورخم او سپین بولدک لارو له افغانانو سره کېدونکي ناسم چلن ته هم اشاره کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ چارسمبالي نصیر احمد فایق ویلي داسې ښکاري چې دا پېښه د ایران او ترکیې پر پوله رامنځته شوې. ده ویلي پر هغه چا دې لعنت وي چې د افغانانو د کډوالۍ او بې عزته کولو لامل ګرځیدلي.

یو کال وړاندې یو ځل بیا د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، لوی شمېر افغانانو له هېواده د وتلو لاره خپله کړه. په دې ډله کې زرګونه افغانانو هڅه وکړه چې د ایرا ن او بیا تر کیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

ملګرو ملتونو ویلي هر کال له شپیته زره تر اتیا زره پوري کسان ایران ته ځي.