تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کاناډا د ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکو د منلو خپل پروګرام تړي
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
کاناډا دولت دې هېواد کې د ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکو د منلو خپل پروګرام تړي. د کاناډا د کډوالو چارو وزرات ویلي، تر اوسه یې د ۱۸ زرو افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي او د دوی پروګرام د نورو کسانو د منلو او کاناډا ته د استولو توان نه لري.
د کډوالو د حقونو ملاتړو ویلي، دې پرېکړې، افغان کډوال چې غواړي نورو هېوادونو ته لاړ شي، ناهیلي کړي او دوی یې لا ډېر خطر سره مخامخ کړي دي.
دا پروګرام د طالبانو له بیا واک ته رسېدو څو اونۍ وړاندې اعلان شوی وو او د کاناډا لومړي وزیر جستین ټروډو ویلي وو چې د دې پروګرام له لارې به ۴۰ زره افغانان کاناډا ته لېږدول کېږي.
خو اوس د دغه هېواد د کډوالو چارو وزارت ویلي نور هغه غوښتنلیکونه نه شي منلی چې د دغه هېواد دفاع وزارت یې ورسپاري.
که څه هم د کډوالو د دې ځانګړې پروګرام انټرنېټي پاڼه فعاله ده، خو د کاناډا د کډوالۍ د چارو وزارت یوه ویاند ویلي دا پروګرام د نورو کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.
د افغان میرمنو لپاره د کاناډا د مرستندویه بنسټ اجرایوي مشره لورین اوتس وايي، هغه کسان چې افغانستان کې یې له کاناډایانو سره کار کړی او افغانستان کې پاتې دي له ډېرو خطرونو سره مخامخ دي.
دا وايي:
''دوی له بېلابېلو لارو هڅه کړې، د نورو حکومتونو او سفارتونو دروازې یې ټکولې او د نورو پروګرامونو له لارې یې هڅه کړې چې له افغانستانه ووځي، خو آن نه شي کولی ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي. دوی هلته ایسار دي او له خطر سره مخامخ دي. ''
نوموړې د کاناډا له حکومته غواړي چې د افغانانو لپاره دا ځانګړی پروګرام د یوه بل کال لپاره هم وغځوي.
د دې پروګرام له لارې په تېرو نږدې یوولسو میاشتو کې ۱۶ زره افغانان کاناډا ته تللي دي.
کاناډا د امریکا او بریتانیا ترڅنګ له هغو هېوادونو یو دی چې د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته یې خپله خاوروه کې لسګونه زره افغانانو ته د ځای ورکولو ژمنه کړې وه.
کاناډا دا پراګرام داسې مهال تړي چې د نړۍ په څو هېوادونو کې زرګونه افغانان کاناډا او نورو هېوادونو د تګ لپاره په تمه دي.
له دې ډلې یو زیات شمېر افغانان پاکستان ته تللي دی. څه موده وړاندې پاکستان کې مېشتو کډوالو د هغو ستونزو له امله چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي، لاریون وکړ.