نصیر احمد احمدي؛ "هغه لیکوال چې پښتو داستاني ادب یې ځوان کړ"

د ویډیو تشریح، نصیر احمد احمدي؛ "هغه لیکوال چې پښتو داستاني ادب یې ځوان کړ"
د خپرېدو وخت

نن د افغانستان د نوموتي لیکوال نصیر احمد احمدي لومړی تلین پوره شو. دی تېر کال پر کورونا اخته او روغتون کې بستر شوی و، خو تاب یې رانه ووړ او د چنګاښ پر ۱۹ نېټه د ۴۷ کلونو په عمر په کابل کې وفات شو.

دی په پښتو داستاني ادبیاتو کې د خپلې ساده، روانې او انځوریزې ژبې له کبله د ځانګړي سبک څښتن لیکوال ګڼل کېږي. په لنډ وخت کې یې شاوخوا ۲۵ اثار چاپ شوي چې ځينې ادیبان یې لیکوالۍ ته د هغه ژمنتیا بولي. خو وايي، پر اثارو یې څېړنې په کار دي چې له تجربو یې ګټنه وشي.

نورګل شفق یې په دغه رپوټ کې ادبي ژوند ته لنډه کتنه کړې ده.