سرچینې: د کرېکټ بورډ مخکينی مشر عزیز الله فضلي "د طالبانو لخوا نیول شوی"

د عکس سرچینه، ACB
د طالبانو په حکومت کې ځینو سرچینو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، د افغانستان د کرېکټ بورډ مخکېنی مشر عزیز الله فضلي نیول شوی او پلټنې ترې کېږي.
ښاغلی فضلي پرون (یکشنبه) د افغانستان کرېکټ بورډ ته له یوه مکتوب سره ورغلی و او ادعا یې کوله چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په امر د دغه بورډ مشر ټاکل شوی دی. خو اجازه نه وه ورکړل شوې چې کرېکټ بورډ ته دننه شي.
د سرچینو له خولې، تېره شپه ښاغلی فضلي د طالبانو لومړي وزیر ملا حسن اخوند ارګ ته ور غوښتی و او د نېولو امر یې کړی دی. تر اوسه روښانه نه ده چې نوموړی به تر کله بندي وي.
پر ښاغلي فضلي تور دی چې په جعلي توګه یې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده لاسلیک نکل کړی دی، خو خپله ښاغلي فضلي په دې اړه څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، ACB
پرون داسې رپوټونه وو چې ښاغلي فضلي کرېکټ بورډ ته د ننوتو لپاره ډزې هم کړې دي خو په کرېکټ بورډ کې یوې سرچینې چې د دغې پېښې پر مهال دننه بورډ کې وه، ویلي "د ډزو غږونه یې نه دي اوریدلي."
دغه سرچینه وايي، ښاغلي فضلي د بورډ امنیتي ساتونکو ته ویلي و د طالبانو " امیرالمومنین حکم یې راوړی او د کرېکټ بورډ مشر ټاکل شوی دی."
خو د سرچینې په وینا د کرېکټ بورډ د چارواکو له پلټنې وروسته مالومه شوه چې "دغه حکم د طالبانو د چارو له ادارې سره نه و ثبت شوی."
عزیز الله فضلي تر دې وړاندې دوه ځلې د کرېکټ بورډ مشري کړې، لومړی ځل په ۲۰۱۸ کال او دويم ځل د طالبانو له بيا واکمنېدو سره د لنډې مودې لپاره د کرېکټ بورډ مشر و.




















