افغانستان کې زلزله؛ د یوه ټپي شوي زلمي کیسه
د خپرېدو وخت
افغانستان کې د وروستۍ زلزلې پر مهال ټپي شویو کسانو کې د خوست ولايت ۱۴ کلن محبت الله هم شامل و. ترورزی یې قدرت الله پېښور ته د لېږدولو او درملنې حال وايي.
د کوټي لاندي راتلو سره سخت ټپي شوی، چې د ډاکټرانو په وينا په سر کې د وينې یو ځای کېدو له کبله د بې هوښۍ په حالت کې دی.
د کورنۍ غړي يې وايي په افغانستان کې يې درملنه شونې نه وه، نو د پېښور ليډي ريډینګ روغتون ته د درملني لپاره لېږدول شوی دی.
دا چې دوي څنګه له خوسته پېښور ته ورسېدل او هلته د درملني لپاره د مالي ستونزو په شمول نور څه ته اړتيا لري، ترورزی یې قدرت الله کيسه کوي.