د پاکستان لومړی وزیر: افغان سوداګر په دوو ورځو کې ویزه اخیستلی شي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د پاکستان لومړی وزیر وايي چې د دغه هېواد کابینې افغان موټرچلوونکو او سوداګرو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې د ځینو بدلونونو په منلو سره داسې اسانتیا رامنځ ته کړې چې ۴۸ ساعتونو کې ویزه واخیستلی شي.
شهباز شریف ویلي چې اوس به د پاکستان قونسلګرۍ او سفارتونه افغانانو ته په چټکۍ سره ویزه ورکوي او افغان موټرچلوونکو او سوداګرو ته به له دې وروسته داسې یو کلنې ویزې ورکوي چې څو ځلې پرې تګ راتګ وکړای شي.
د ده په خبره، دوی ته به دا ویزې د ۴۸ ساعتونو په لنډه موده کې برابرېږي. هغه چاره چې پخوا یې میاشتې منډې ترړې غوښتې.
د پاکستان لومړي وزیر په دې اړه دوه پرله پسې ټوېټونه کړي او همدا راز يې ویلي چې د دې کار موخه یې افغانانو ته د ویزې د ترلاسه کولو په بهیر کې اسانتیا رامنځ ته کول او د دواړو هېوادونو نژدې کول دي. ښاغلي شریف همدا راز زیاته کړې چې دا کار یې له افغانانو سره د مرستې او خپل هېواد ته د منځنۍ اسیا له هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې راجلبولو په موخه کړی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ښاغلي شریف د دې تر څنګ ویلي، د خپل هېواد له کورنیو چارو وزارت یې غوښتي چې د لا نورو څو ملیتي ویزو پر یوه تګلاره هم کار وکړي.
افغان سوداګرو او عامو وګړو ته د پاکستان د ویزې ترلاسه کول همېشه یو سرخوږی پاتې شوی.
که څه هم پاکستان مخکې هم په وار وار افغانانو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې د اسانتیاو رامنځ ته کولو خبره کړې خو د دغه هېواد قونسلګریو ته څېرمه خلک په اوونیو اوونیو شپې سبا کوي مګر په اسانه ویزه نه شي ترلاسه کولای.
د یادولو ده چې پاکستان ته له پخوا راهیسې د افغانانو تګ راتګ ډېر دی.
اقتصادي کړکېچ نه د وتو لپاره بېلا بېلو هېوادونو ته د پاکستان سترګې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوداګرۍ تر څنګ په درملنې پسې هم هر کال زرګونه افغانان د پاکستان روغتونونو ته په ویزو ځي. خو د تېر جمهوري نظام له سقوط او واک ته د طالبانو د بیا رسېدو راهیسې د پاکستان ویزې غوښته په دې وروستیو کې خورا ډېره شوې ده.
یو لامل یې دا هم دی چې ځينو بهرنیو هېوادونو د اسلام اباد له لارې ګڼ افغانان له افغانستانه وویستل او یو شمېر اوس هم په همدې نیت د پاکستان په بېلا بېلو هوټلونو کې شپې سبا کوي.
که څه هم د شهباز شریف اعلان تازه دی او وروسته به مالومه شي چې افغانانو ته د ویزې د ورکړې وخت نیوونکې پروسه څومره اسانېږي خو شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم په یوه جلا ګام کې د پاکستان حکومت افغانانو ته د ویزې د ورکړې یوه نوې تګلاره تصویب کړه.
د دې تګلارې له مخې هغو افغانانو ته ټرانزيټي ویزې ورکول کېږي چې غواړي اروپايي او یا غربي هېوادونو ته پناه غوښتنې پسې کډه شي.
د پاکستان حکومت هغه مهال هم ویلي وو، هغو افغانانو ته به په ۲۴ ساعتونو کې ټرانزیټي ویزې ورکړي چې د بهرنیو هېوادونو له لوري غوښتل شوي او یا یې غوښتنلیک منل شوی وي.
خو د رپوټونو له مخې همدا ډول افغانان هم د پاکستان ویزې ترلاسه کولو لپاره اوږد انتظار کوي او ځینې یې د ادعاو له مخې اړ کېږي چې د سلګونو ډالرو په ورکړې سره یې په تور بازار کې راونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا لس ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وویل چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دوه نیم سوه زره افغانان پاکستان ته اوښتي دي. ډیری یې هغه افغانان دي چې غواړي بهرنیو هېوادونو کې پناه واخلي.
ښکاري چې پاکستاني چارواکي له اقتصادي کړکېچه د دغه هېواد د را ایستنې لپاره بېلا بېلې لارې کاروي او افغانستان ته یې هم په دې برخه کې سترګې دي.
د دغه هېواد دولتي هوايي شرکت پي ای اې هم چې اقتصادي کړکېچ سره مخ و، د جمهوري نظام د سقوط په ورځو شپو کې یې له کابله اسلام اباد ته د خپلو ټېکټونو بیې اسمان ته وخېژولې. افغانان اړ وو چې د ۲۵۰ ډالرو ټېکېټ ان په شاوخوا دوه نیم زره ډالر وپېري.




















