د زلزله ځپلو سیمو سترګو لیدلی حال؛ 'اوس ژوند راته بې مانا دی'

- Author, سکندر کرماني
- دنده, پي بي سي - پکتیکا- افغانستان
- د خپرېدو وخت
د رحمت ګل کورنۍ غړي د هغې کېږدۍ په درولو بوخت دي، چې یوه پخواني افغان سیاستوال د مرستې په توګه ورکړې. دا کېږدۍ د یوې بلې کېږدۍ څنګ ته درول کېږي چې د افغان سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
دواړه کېږدۍ د هغې کلا پر تش غولي درول کېږي چې دوی یې اوس کور بولي. د رحمت ګل دوی کلی د پکتیکا په ګیانه ولسوالۍ کې و، چې د چهارشنبې ورځې په شپه د رامنځته شوې زلزلې مرکز ته نژدې موقعیت لري او اوس نژدې ټول وران شوی دی.

د رحمت ګل د کورنۍ اووه غړي داسې مهال وژل شوي چې په خوب ویده وو. رحمت ګل موږ ته وویل: ''ژوند اوس زما لپاره هېڅ مانا نه لري. درې لوڼې او څلور لمسي مې د سترګو په وړاندې مړه شول، زړه مې مات دی. ''
خو نور ماشومان هم شته، چې پالنه ترې غواړي.
د دې کورنۍ ژوندي پاتې کسان له زلزلې وروسته په ګڼ باران کې تر شنه اسمان لاندې پاتې وو. رحمت ګل وايي: ''مرستې ته اړ یو، هېڅ نه دي راپاتې، څه مو چې درلودل، له منځه تللي دي. ''
اوس سیمې ته د ملګرو ملتونو، ځايي خیریه ادارو او طالبانو حکومت په ګډون مرستندویه فعالیتونه پیل شوي دي، هلته نژدې د افغان سرې میاشتې فعالان کمپلې، غوړي او ورته نور اړتیا وړ توکي وېشي.

د مرستې ترلاسه کولو لپاره په کتارونو کې د ناستو سړیو له منځه یوه سړي وویل: ''هر څه ته اړتیا لرو، ځکه هر څه مو چې درلودل، اوس تر خاورو لاندې شوي دي. ''
د ګیانې ولسوالۍ کوچنی بازار د مرستو په یوه پرانیستي زېرمتون بدل شوی دی او د مرستې په توکو بار لارۍ ورته رسېږي، خو افغانستان داسې یو هېواد دی چې وار له مخه له اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ دی.
ده راته وویل، ډېر ماشومان ټپیان هم وو. هغه چې سخت ټپیان وو، په پوځي چورلکو کې کابل ته لېږدول کېږي. دا کلی له نژدې ښاره د موټر درې ساعته سفر واټن لري او ډېری لارې یې کنډ-کپر دي.

د زرماګل پښه ټپي شوې وه، چې درملنه یې شوې، ده د سړک پر غاړه و، چې اوس په کنډواله بدل شوی دی.
ده وویل: ''له زلزلې وروسته مې د مېرمنې غږ واورېد، مرسته یې غوښته، لور مې هم په هغه خونه کې وه، لومړی مې هغه بهر ته راویسته. ''
دی وايي، وروسته یې په نورو خونو کې د نورو ماشومانو مرستې ته منډه کړه، وروسته چې مېرمنې ته ورغی، هغه مړه شوې وه.
دا خلک چې د کلونو جګړو او مخ پر ځوړ اقتصاد له کبله ځورېدلي، اوس له یوه نوي بحران سره مخامخ دي.



















