ملګري ملتونه: تېرو لسو میاشتو کې دوه نیم سوه زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي

    • Author, نجما ځلا
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي افغانستان کې پر واګو د طالبانو له ولکې راهيسې پاکستان ته دوه نيم سوه زره افغانان اوښتي دي.

دغه افغان کډوال تر ډېره په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي ادارې یا يو اېن اېچ سي ار وياند قیصر اپریدی وايي، د دوی کار دا دی چې هغه کسان په نښه کړي چې تر ټولو ډېر یې ژوند ته ګواښ پېښ وي او بېلابېلو هېوادونو ته یې وروپېژني.

افغانستان کې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته کوم افغان کډوال چې پاکستان ته تللي ، ډېری یې لوېدیځو هېوادونو ته د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د تګ په خاطر ورغلي.

خو ښاغلي اپريدی وايي چې له حکومت سره په خبرو لګیا دي چې د پاتې زرګونو نورو افغان کډوالو ته هم ملاتړ برابر کړي.

بل پلو د طالبانو له واکمنېدو وروسته په بهر کې مېشت افغان کډوال ډېر لږ بېرته ستنېدو ته زړه ښه کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي ادارې یا يو اېن اېچ سي ار وياند قیصر اپریدی وايي د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر دې دمه بیا يوازې ٩٠٠ افغانان بېرته افغانستان ته تللي دي.

د ډيورند کرښه د کډوالو پرمخ تړلي ده او څوک چې پاکستان ته اوړي باید ویزه ولري. چې اوس د ويزو اخیستل هم ډېر ګران شوي دي. دغو ستونزو ته په کټو ډېر هغه افغانان چې غواري د بېلابېلو ستونزو له مخې وطن پرېږي په وتلو نه بریالي کېږي.

د جون شلمه د کډ‌والو او پناغوښتونکو نړيواله ورځ ده چې د نړۍ لروبر لمانځل کېږي.

افغانستان يو له هغو هېوادونو دی چې يو شمېر وګړي يې کډوال دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادراې يو اېن اېچ سي ار په وينا افغانستان کې دا مهال ۳.۴ ميليونو په کور دننه بېځايه شويو سربېره ۲.۱ ميليونه افغانان کډوال او پناغوښتونکي دي چې ډېری يې په سختو شرايطو کې ژوند کوي.

د کډوالو ادارې د بېځايه کېدو او کډوالۍ علتونه، تاوتريخوالی، بې ثباتي، وچکالي او اقتصادي کړکېچ يادي کړي دي.

ماشومان هم د ګډوالو لويه برخه جوړوي، يونسيف په تازه خپرو شويو شمېرو کې ویلي په ټوله نړۍ کې د نژدې ۳۷ ميليونو بې ځايه شويو ماشومانو تر منځ ۱۳.۷ ميليونه يې کډوال او پناه غوښتونکي دي او ۲۲.۸ ميليونه نور يې په خپلو هېوادونو کې دننه بې کوره شوي دي.

دغه بنسټ ويلي دا لوړې شمېرې د افغانستان په څېر اوږدو جګړو ځپلو هېوادونو کې د کړکېچونو دوام او ځينو نورو هېوادونو کې د اقليمي بدلون د سختو اغېزو ښودنه کوي.

د بښنې نړیوالې ټولنې هم پر دې ورځ ویلي، افغان کډوالو ته دې بنسټيز حقونه ورکړل شي او د هغوی پر وړاندې دې روان تاوتریخوالی بند شي. دغه سازمان يوه اعلامیه کې ویلي، یو شمېر هېوادونو کې افغان کډوال له خپلو بشري حقونو بې برخې دي او د دوی پر وضعیت یې اندېښنه ښوولې ده.