کابل کې د سکانو پر يوه معبد بريد کې دوه کسان وژل شوي

د ویډیو تشریح، کابل کې د سکانو پر يوه معبد بريد کې دوه کسان وژل شوي
د خپرېدو وخت

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د سکانو پر یوه معبد برید شوی چې په کې یو سک او د طالبانو یو امنیتي کس وژل شوي او تر ۷ نور ټپیان شوي دي.

بريد نن سهار وختي پيل شو او تر څو ساعتونو يې د ګڼو چاودنو غږونه اورېدل کېدل. د راپورونو، له مخې، بریدګرو لومړی هڅه کوله، د لاسي بمونو په کارولو ګوردوارې ته ننوځي، بیا د طالبانو د یوه ویاند په وینا، ساتونکو ډزې پیل کړې او بریدګر یې دې ته اړ کړل چې هدف ته له رسېدو مخکې موټر بم وچوي.

داعش ډلې د دغه بريد مسووليت منلی دی.