د افغانستان ملي پولیسو ته نوی یونیفورم
د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو لپاره نوی یونیفورم معرفي او وېشل یې پیل شوي دي.
د کورنیو چارو وزات د عامه اړیکو مشر رحمت الله کاکازاده بي بي سي پښتو ته وویل، د طالبانو له واکمنېدا وروسته د امنیتي ځواکونو نظام ړنګ شو او یونیفورم یې 'مطلوبو' کسانو یووړ، چې د پخواني یونیفورم موجوودیت په راتلونکې کې دوی ته لوی سرخوږی جوړولی شي، نو ځکه یې بدل کړی دی.
په نوي یونیفورم کې رنګ او جوړښت بدل شوی چې د ښاغلي کاکازاده په وینا، ځانګړو ځواکونو ته جلا، د عامه نظم ساتونکو ته بېل یونیفورم ورکول کېږي. دی وايي په کابل او کندهار کې د شل زره یونیفورم وېشل یې پیل کړي.