تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له افغانستانه د یوه افغان ژباړن په وتو کې د بریتانوي ځواکونو هڅې
د هغو بریتانوي سرتېرو هڅې چې له افغانستانه یې د خپل یوه ژباړن د وېستو لپاره پیل کړې وې، بریالۍ شوې دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د عبدل په نامه (اصلي نوم یې نه دی) د بریتانوي ځواکونو ژباړن چې له افغانستانه د وتو له بهیره پاتې شوی و، د امنیتي ګواښونو له امله ځان پټ کړی .
خو اوس د بریتانوي سرتېرو له پر له پسې هڅو وروسته وتوانېد چې ریتانیا ویزه ترلاسه کړي.
جوش رابرټس، پاول سټنډن، سیم نایټ او وینس بیکن شارت هغه بریتانوي سرتېري دي چې د عبدل د ویستلو په برخه کې یې پراخ کمپاینونه وکړل.
دوی وايي، هلمند کې یې عبدل سره میاشتې تېرې کړې دي.
تېر ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو په چټکۍ سره پر دغه هېواد کنټرول ترلاسه کړ. ډېری هغه افغانان چې بریتانوي سرتېرو سره یې کار کاوه د (ارپ) په نامه د ځانګړو پروګرام له لارې له دغه هېواده بریتانیا ته واستول شول، خو کله چې د عبدل ویزه رد شوه د سرتېرو په خبره "احساس مو کاوه چې د عبدل په حق کې بې انصافي کوو."
له هغې وروسته د سرتېرو دغې ډلې بریتانیا ته د عبدل د راتګ لپاره د ملي امنیت په برخه کې یو وکیل وګوماره او د هغه د قضیې پر څېړنه یې پیل کار پیل کړ.
د هغه ویزه اوس د دغه حکومت له لوري تایید شوې او کورنۍ یې اوس په بریتانیا کې ده.
ښاغلي بیکن شارات ویلي، دا "خورا حیرانوونکې" او "د نه باور وړ" ده چې موږ دې په دې کار کې بریالي شوي یو."
هغه زیاته کړي:
"موږ هغه وخت هم یو بل سره مرسته کوله، موږ له ډېرو سختو حالاتو تېر شوي یو، هغه زموږ ورور دی او زموږ له ډلې یو دی."
ښاغلي نایټ بیا ویلي "زه واقعا د خپل احساس د بیانولو لپاره الفاظ نه لرم، زه خوشالۍ یم چې هڅو مو پایله ورکړه حال دا چې فکر مو کاوه ښايي بریالي نه شو."
د بریتانیا د کورنیو چارو د دفتر یوه ویاند ویلي:
"مونږ د تېر اګسټ میاشتې د تخلیې په پروسه کې له کابله ۱۵۰۰۰ کسان ویستلي، موږ په شرایطو برابر افغانانو د خوندیتوب په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو."
نوموړي همدا راز زیاته کړې:
" موږ د کابل له سقوط راهیسې ۲۹۰۰ مستحق افغانان بریتانیا کې ځای پر ځای کړي دي، په دې مانا چې د تخلیې له پیله له ۹۴۰۰څخه زیات کسان له خپلو کورنیو سره راویستل شوي او یریتانیا ته استول شوي دي."
هغه همدا راز زیاته کړې"موږ به ژر تر ژره دا پروګرامونه پراخ کړو."