یو افغان کډوال د "بریتانيا د امپراتورۍ د اعلی افسر" جايزه ترلاسه کړه
د خپرېدو وخت
یو افغان چې ۲۳ کاله وړاندې بریتانیا ته د پناه غوښتونکي په توګه راغلی و او اوس د یوې خیریه موسسې مشر دی د (او بي اي) یا د بریتانیا د امپراتوري پوځ تر ټولو لوړه جایزه ورکړل شوې.
صابر ځاځي وروسته له هغه چې خپل هېواد یې پرېښود په ۱۹۹۹ کال کې په قاچاقي توګه په یوه کوچنۍ کښتۍ کې د انګلستان کووینټري ښار ته ورسېد.
نوموړي په بریتانیا کې له مېشتېدو وروسته د هغو کسانو د حقونو لپاره هلې ځلې پیل کړې چې دې هېواد ته پناه راوړي، او اوس د هماغو هلو ځلو پایله کې په دې جایزه ونازول شو.