"ښځینه قاضیانو نشتوالي له کبله به ښځې محکمو ته د ورتلو زړه ښه نه کړي"

د ویډیو تشریح، "ښځینه قاضیانو نشتوالي له کبله به ښځې محکمو ته د ورتلو زړه ښه نه کړي"
د خپرېدو وخت

طالبان وايي، د خپل باور له مخې قضایي چارو کې ښځو ته د کار اجازه نشته خو هغه ښځې چې حقوقي دعوې لري کولی شي د خپلو قضیو اواري لپاره د دوی محکمو ته ورشي.

کابل کې د طالبانو ستره محکمه وایي، افغانستان کې اسلامي نظام دى او له همدې امله قضایي چارو کې ښځو ته د کار اجازه نشته، خو هغه ښځې چې د حقونو دعوې لري، وايي کولی شي د خپلو قضیو اواري لپاره د دوی محکمو ته ورشي.

یو شمېر افغان ښځې بیا وایي، د دوی پر مسئلو ښځینه قاضیانې او وکیلانې ښې پوهېدی شي او نشتوالي کې به يې ښځې محکمو ته د ورتلو زړه ښه نه کړي.

شازیې حیا په همدې اړه راپور چمتو کړی، چې د ګډونوالو ښځو مخونه پټ، غږونه بدل شوي او نومونه يې د همدوى خوندیتابه لپاره اړول شوي دي.