له افغانستانه د خلکو ايستل: يو بريتانوی جنرال وايي حکومت يې بايد وشرمېږي

د ویډیو تشریح، له افغانستانه د خلکو ايستل: يو بريتانوی جنرال وايي حکومت يې بايد وشرمېږي
د خپرېدو وخت

دا تېر اګست چې کله طالبانو افغانستان کې پر واګو ولکه وکړه، بريتانيا يوه له هغو څو لوېديځو هېوادونو وه، چې ويل يې هغه زرګونه افغانان به په خوندي ډول وباسي، چې ناټو ځواکونو سره یې ګډ کار کړی و.

اوس يو بريتانوی جنرال چې دغه هېواد کې يې د بريتانيا ځانګړي استازي په توګه خدمت کړی، ويلي، بريتانيا هغو افغانانو سره د مرستې ژمنه نه عملي کوي، چې بريتانيا سره په خپل کار اوس د طالبانو له خوا له ګواښ سره مخامخ دي.

دی وايي د حکومت وزيران بايد له دې امله په ژوره وشرمېږي چې د دغو افغانانو ژوند یې خطر سره مخامخ کړی دی. د بي بي سي خبريالې سيما کوټېچا له جنرال سر جان مککول سره خبرې کړې دي.