استاد ګل زمان د ژوند د وروستيو ورځو کيسه

د ویډیو تشریح، استاد ګل زمان د ژوند د وروستيو ورځو کيسه
د خپرېدو وخت

د پښتو د وتلي سندري غاړي استاد ګل زمان جنازه (نن شبنه ۲۶ فبرورۍ) د کابل په دارلامان کې خاورو ته وسپارل شوه. د هغه زوی نصیب زمان وايي د ژوند وروستۍ میاشتې یې بې وزلۍ له ډېر کړاونو ډکې کړې وې.

حفیظ الله معروف د استاد د ژوند پر وروستیو ورځو له نصیب زمان سره غږېدلی دی.