د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ د ښه کولو هڅه
د خپرېدو وخت
پاکستاني سوداگر وايي اسلام اباد له کابل سره سوداگرۍ ته د سياسي اړيکو په سترگه گوري او له مځکنيو حقايقو ځان نه خبروي.
دا غبرگون سوداگرو تر هغه وروسته ښوولى چې پاکستان له افغانستان سره د راکړې ورکړې لپاره برېښنايي فورمه د يوې نيمې مياشتې لپاره وځنډوله.
اسلام اباد وايي له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداگري وغوړېږي.
د پاکستاني رسنيو له رپوټونو سره سم دا کار د لومړي وزير عمران خان په غوښتنه شوى او موخه يې دا ده چې له افغانستان سره د دوى په وينا مرسته وکړي.
دم گړۍ گڼې لارۍ د همدې فورمې د نشتوالي له امله په ډيورنډ کرښه ولاړې دي.
په پيښور کي ﺯموږ همکار رحمان االه د ټول پاکستان افغان ټرانزېټ ټريډ له مشر فاروق سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د دې پرېکړې اقتصادي گټه به افغانستان ته څه وي.