بښنې نړیوال سازمان: د فلسطینیانو پر ضد د اسرائيل پالیسي نژادي تبعیض زیاتوي

د خپرېدو وخت

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په اسرائیل کې دننه او دغه راز په اشغال شویو سیمو کې د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیل حکومت پالیسۍ‍، قوانین او کړنې د اپارتایید ''نژادي تبعیض '' ډېرېدو لامل کېږي.

په دې هکله یوه نوي رپوټ کې ادعا شوې چې ''اسرائیل دولت د یهودي اسرائیلیانو په ګټه د فلسطینیانو پر ضد له سیستماتیک فشاره کار اخلي. ''

د یادونې ده چې د نړیوال قانون له مخې اپارتایید یا نژادي تبعیض بشر ضد جرم بلل کېږي.

اسرائیل چارواکي بیا وايي دوی ''په رپوټ کې لګول شوي جعلي تورونه په کلکه ردوي. '' د اسرائیل بهرنیو چارو وزارت چارواکو پر بښنې نړیوال سازمان تور پورې کړی چې ''د هغو سازمانو لخوا چې له اسرائیل کرکه کوي، دروغ، ناسم او بې بنسټه معلومات بیا خپروي. ''

په اعلامیه کې ویل شوي، دې رپوټ کې د یهودانو لپاره د یوه ملي دولت په توګه د اسرائیل له وجوده انکار شوی، ''د دې (رپوټ) ژبه او د تاریخي حقایقو تروړنه اسرائیل منفي ښيي او له یهودانو د کرکې اور ته لمن وهي. ''

د یادونې ده چې اپارتایید په سویلي افریقا کې د لږکۍ سپین پوټکو له لوري د هېواد له اکثریت تور پوټکو سره له ۱۹۴۸ تر ۱۹۹۱ کال پورې د تبعیضي چلند پالیسیو لپاره کارېدوونکې اصطلاح ده.

بل لور د ۱۹۷۳ یوه قانون په ګډون درې نړیوال قوانین اپارتایید یو بشر ضد جرم بولي او د مخنیوي غوښتنه یې پکې شوې.

دې قانون کې ''د غلبې رامنځته کولو لپاره د یوې نژداې ډلې کسانو له لوري د بلې نژداې ډلې پر ضد د فشار او ظلم '' لپاره د اپارتایید کلیمه کارولې.

په رسمي توګه د اسرائیل قوانینو کې د هېواد ټولو وګړو ته د دوی د نژاد او مذهب له توپیر پرته مساوي حقونه په پام کې نیول شوي دي، خو د بښنې نړیوال سازمان رپوټ کې ویل شوي، ''له فلسطینیانو سره د غیر یهودي کسانو ډلې په حیث د کم حیثیته خلکو په توګه چلن کېږي. ''

رپوټ کې ویل شوي:

''تبعیض په داسې سیستماتیک ډول د قوانینو، پالیسیو او عملي کړنو له لارې تر سره کېږي چې هدف یې په اسرائیل کې دننه او دغه راز په اشغال شویو سیمو کې د یهودي اسرائیلیانو برابرو حقونو ترلاسه کولو لړ کې د فلسطینیانو مخنیوی کول دی. ''

په رپوټ کې زیاته شوې د یو لړ قوانینو له مخې داسې خنډونه رامنځته شوي چې له مخې یې له اسرائیل بهر کډوال فلسطینیان نه شي کولای خپلو کورونو ته ستانه شي.

د اسرائیل نهه اعشاریه پنځه څلوېښت میلیونه نفوس شل سلنه عرب دي، چې ډېری یې ځان د فلسطینیانو په توګه معرفي کوي.

له دې ډلې دوه اعشاریه نهه میلیونه په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې اوسي چې اسرائیل ۱۹۶۷ کال کې اشغال کړل.

له دې سره سره یو اعشاریه نهه میلیونه کسان په غزه تړانګه کې دي چې اسرائیل په ۲۰۰۵ کال کې ترې ووتل، خو ملګري ملتونه یې اوس هم اشغال شوې سیمه پېژني.

په لویدیځه غاړه کې لوی اکثریت فلسطینیان د فلسطیني ادارې لخوا اداره کېږي، او د غزې تړانګې کنټرول بیا د حماس ملېشه ډلې په لاسونو کې دی.

شپږ سوه زره یهودان بیا د لویدیځې غاړې او ختیځ بیت المقدس په هغو ۱۴۰ مېنو کې اوسي چې نړیواله ټولنه یې غیر قانوني بولي، خو اسرائیل یې له منلو انکار کوي.