تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له کابل د حیواناتو ایستنه؛ د بریتانیا حکومت جګپوړي چارواکي بښنه وغوښته
د بریتانیا حکومت یو جګپوړي چارواکي اعتراف کړی چې د افغان پلازمېنې کابل د سقوط پر مهال له دې ښاره د یو شمېر حیواناتو د ایستلو په تړاو یې د پارلمان یوې ځانګړې کومېټې ته ناسم مالومات ورکړي وو.
سر فېلپ بارټن تېره دسمبر میاشت کې د بریتانیا پارلمان یوې ځانګړې کومېټې ته ویلي وو، لومړی وزیر جانسن د 'نوزاد' په نامه د یوې غیر دولتي موسسې د حیواناتو په را ایستلو کې ښکېل نه و.
پخپله لومړي وزیر بورېس جانسن هم دا رپوټونه رد کړي او وایي، دې لړ کې یې هېڅ کومې موسسې سره مرسته نه ده کړې.
خو دې ځانګړې کومېټې او همدا راز بي بي سي په دې وروستیو کې یو شمېر داسې ایمیلونه لیدلي چې دې چاره کې د بورېس جانسن ښکلېلتیا ته اشاره کوي
له دې ایمیلونو جوته شوې چې ښاغلي جانسن د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ته له کابله د نوزاد موسسې د حیواناتو را ایستلو سپارښتنه کړې وه.
اوس د بریتانیا حکومت جګپوړي چارواکي سر فېلپ بارټن هم منلې چې په دې اړه یې د پارلمان ځانګړې کومېټه ته سم مالومات نه وو ورکړي، او له دې کبله یې بښنه غوښتې ده.
د نوزاد موسسې مشر پن فارټنګ، چې د بریتانیا د سمندري ځواکونو پخوانی غړی دی، په تېره اګست میاشتې توانېدلی و چې خپل ۱۵۰ حیواناتو له کابله وباسي.
په دې حیواناتو کې تر ډېر سپي، خره او نور شامل وي، او یوه ځانګړې چارټر الوتکه ورته نیولې شوې وه.
د بریتانیا حکومت هغه مهال د دې حیواناتو د ایستلو لپاره د ځانګړې الوتکې د استول کېدو ملاتړ کړی و.
خو وروسته دا موضوع جنجالي شوه او مخالفینو د بریتانیا پر حکومت له دې کبله نیوکې پیل کړې چې ګواکې حیواناتو ته یې پر انسانانو لومړیتوب ورکړی.