کندهار کې فوټبال: د يووالي تر نامه لاندې سيالۍ کېږي

د ویډیو تشریح، کندهار کې فوټبال: د يووالي تر نامه لاندې سيالۍ کېږي
د خپرېدو وخت

کندهار کې د وحدت او يووالي تر لانامه لاندې فوټبال سيالۍ پيل شوې دي.

دې سياليو کې د افغانستان غوره ليګ څلور لوبډلې يو د بل پر وړاندې د لوبو ډګر ته ووځي. توپان هريرود، شاهين اسمايي، سيمرغ البرز او ميوند اتلان لوبډلې د دې اتلولۍ ګټلو زيار باسي.

افغان فوټبال فډراسيون وايي دا لوبې د افغانستان اتلانو ليګ وروستي پړاو سياليو ته د لوبغاړو چمتوالي په موخه پيل شوې دي.