سندرغاړې اريانا سعيد: د موسيقۍ او افغان هنرمندانو راتلونکې ته اندېښمنه ده

د ویډیو تشریح، سندرغاړې اريانا سعيد: د موسيقۍ او افغان هنرمندانو راتلونکې ته اندېښمنه ده
د خپرېدو وخت

افغانه سندرغاړې اريانا سعيد له طالبانو غواړي چې د دې په وينا موسيقۍ ته چانس او موقع ورکړي. طالبانو په خپله لومړنۍ واکمنۍ کې موسيقي منع کړې وه.

اريانا سعيد چې کابل ته د طالبانو له ورستنېدو وروسته سملاسي اروپا ته ووته بي بي سي پښتو تلويزيون ته وويل، د افغان موسيقۍ او هنرمندانو راتلونکي ته اندېښمنه ده.

دا وايي بې موسيقۍ هېواد بې کلتوره هېواد دى. شکېبا حبيب ترې پوښتلي چې واک ته د طالبانو راستنېدل افغان موسيقۍ ته څرنگه ارزوي؟