کورونا وېروس؛ روغتیا نړیوال سازمان له یو شمېر افغان لابراتوارونو سره د طبي وسایلو مرسته کړې

د عکس سرچینه، World Health Organization Afghanistan
د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایچ او وايي، په افغانستان کې یې له یو شمېر هغو لابراتوارونو سره د طبي تجهیزاتو مرسته کړې، چې د کووېډ - ۱۹ معاینات کوي.
ډبیلو ایچ او په یوه فېسبوک پیغام کې ویلي، د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې له داسې ۴۰ لابراتوارونو سره د کورونا معایناتو اړوند طبي الاتو مرسته شوې، چې له کبله یې په یوه ورځ کې تر ۹۵۰۰ پورې معاینات کیدای شي.
د روغتیا نړیوال سازمان مسوولین دغه راز وايي، له افغانستان سره د بېړنیزو روغتیايي مرستو لړ کې څه باندې څلور دېرش ټنه طبي توکي او دارو، درمل دې هېواد ته رسېدلي دي.
د یاد سازمان پر فېسبوکپاڼه یوه خپاره شوي پیغام کې ویل شوي، دې بار کې شامل دارو، درمل په خوار ځواکۍ د اخته ۱۰۰۰ هغو ماشومانو لپاره بسنه کوي، چې روغتونونو کې بستري شوي دي.
په پیغام کې دغه راز ویل شوي، دا روغتیايي توکي به له هغو ۱۵۰ زره افغان ناروغانو سره هم د درې میاشتو لپاره مرسته وکړي، چې درملنې ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان د طبي تجهیزاتو او الاتو د مرستې خبره داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې هغه لږ شمېر روغتیايي مرکزونه چې د کوویډ ناروغانو درملنه کوي وايي، د وسایلو او تجهیزاتو لږوالي له کبله نه شي کولای د هغو ګڼ شمېر کسانو درملنه وکړی، چې دوی ته ورځي.
د "افغان-جاپان" په نامه مشهور روغتون مسوولینو چې پلازمېنه کابل کې د کوویډ ناروغانو درملنې یوازینی مرکز دی، د تېر دسمبر نیمايي کې وویل، د کورونا وېروس نوې بڼې'اومېکرون' معایناتو لپاره اړین وسایل یا کټونه نه لري.

د عکس سرچینه، EPA
دې روغتون ان له دې هم یوه میاشت مخکې ویلي و، چې ځینې روغتیايي وسایل یې مخ په ختمېدو دي او د ناروغانو کورنۍ یې له بهره اخلي.
په تېره اګست میاشت کې چې په افغانستان کې طالبان واکمن شول، او بهرنۍ مرستې په ټپه ودرېدې، داسې نژدې ۲۰ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي، چې د کوویډ ناروغانو درمنله یې کوله.
بل لور د طالبانو عامې روغتیا وزارت چارواکو داسې حال کې چې د کورونا وېروس نوې بڼې اومېکرون له کبله په ټوله نړۍ کې د کووېډ نویو ناروغانو شمېر ډېرېږي ویلي، هڅه کوي، د مرستندویه ادارو په همکارۍ له تړل شویو روغتیايي مرکزونو یو شمېر بېرته پرانیزي.



















