د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لور، شهزادګۍ مریم نعیم وفات شوه

د عکس سرچینه، NADIR NAIM
د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه دویمه لور، شهزادګۍ مریم نعیم د شنبې پر ورځ کابل کې د ۸۵ کالو په عمر وفات شوې ده.
د نوموړې زوی نادر نعیم پر خپل ټوېټر پاڼه د هغې مړینه تائید کړې او لیکلې یې دي، مور یې په ارامه ساه ورکړه.
نادر نعیم همدا راز خپل ټویټ کې لیلکي: "ډېره مننه مورې چې عاجزي او مینه کول دې را زده کړل. ډېره به مې یادېږي "
شهزادګۍ مریم په ۱۹۳۶، یعنې د خپل پلار د پاچاهۍ په دریم کال کې کابل کې زېږېدلې وه او د پخواني واکمن محمد ظاهر شاه او ملکې حمیرا څلورم اولاد و.
کله چې په ۱۹۷۳ کال کې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه واکمني ختمه شوه، شهزادګۍ مریم هم له خپل پلار او نورې کورنۍ سره بهر ته ولاړه او څو لسیزې یې اروپا کې ژوند وکړ.
نوموړې په وروستیو کلونو کې بېرته افغانستان ته ستنه شوې وه او له خپلې کورنۍ سره اوسېدله.
د افغانستان پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو کسانو د شهزادګۍ مریم پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغې له کورنۍ سره یې غمرازي کړې.
د یادونې ده چې د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه ټولټال اته اولادونه درلودل، چې ۶ یې زامن او ۲ لوڼې وې.
له دې ډلې د نوموړي مشره لور شهزادګۍ بلقیس او مشر زوی یې شهزاده محمد اکبر خان پخوا وفات شوي وو.
محمد ظاهر شاه له واکه تر لېرې کېدو وروسته څو لسیزې په ایټالیا کې ژوند وکړ او هېڅ کله یې هم هڅه ونکړه چې له سیاسي یا کومې بلې لارې بېرته واک ترلاسه کړي.
د نوموړي په اولادونو کې هم چا افغانستان کې د شاهي نظام یا شاهي کورنۍ د بېرته واکمنولو خبره په ښکاره توګه نه ده کړې، خو د شهزادګۍ مریم زوی محمد نادر نعیم د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند و چې بیا د بل نوماند زلمي رسول په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شو.



















