کډوالي؛ د یوې افغانې نجلۍ کیسه
د خپرېدو وخت
زرګونه افغانان له افغانستانه په تېښته، د خونديتابه او سرپنا په لټه بريتانيا، امريکا او ګڼو نورو اروپاييو هېوادونو ته کډوال شول. ډېر یې دا تېر اګست او سپتمبر کې دغو هېوادونو ته ورسېدل.
د بريتانيا حکومت وايي ۱۲ زره افغانان لا اوس هم د هوټلونو په څېر د استوګنې لنډمهاله ځايونو کې شپې ورځې تېروي.
څلورو زرو یې بيا کورونه موندلي دي. مروه کوفي د خپلې مور په ګډون چې د افغان ولسي جرګې پخوانۍ غړې ده، د کورنۍ له ځينو غړو سره بريتانيا ته رسېدلې، او اوس د انګلنډ شمال ليډز کې اوسېږي.