کابل کې دوې چاودنې شوې

د خپرېدو وخت

د افغانستان پلازمېنې کابل څخه راپورونه وايي چې د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې دوې چاودنې شوې دي.

وروستۍ چاودنه ځايي مهال ماښام د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې شوې ده. په چاودنه کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دی ورکړل شوی.

تردې وړاندې د دغه ښار د څلورمې امنيتي حوزې په درېيم پراون سيمه کې ځايي وخت ماسپښين د مولوي عبدالسلام عابد پر موټر ماين چاودنه شوې وه.

ويل کېږي په دې پېښه ښاغلی عابد او ملګري يې ټپيان شوي دي.

د پېښې د ځای ويډيوګانې پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې دي چې په کې مولوي عابد ته منسوب ويجاړ شوی موټر په کې ښکاري.

مولوي عبدالسلام عابد د کابل ښار د عبدالرحمن جومات خطيب دی. د نوموړي پر فېسبوک پاڼه ليکل شوي چې د مولوي عبدالسلام پر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې ده.

تراوسه کومې ډلې يا شخص د دغو چاودنو مسووليت نه دی منلی. تر دې وړاندې هم پر مولوي عابد د ماين چاودنه شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په کابل کې د ماين چاودنې پېښې شوې دي او مرګژوبله يې هم لرله.

تر دې وړاندې د ډسمبر پر لسمه د کابل لوېديځ کې دوو چاودنو له امله د لږ ترلږه دوه کسانو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و، چې پړه يې داعش ډلې پر غاړه اخيستې وه.